چراغ طبی پوهنتون اکادمیک خدمتونه، عملي زده کړې او ټولنیز مسئولیت.
چراغ طبی پوهنتون

چراغ طبی پوهنتون

اکادمیک خدمتونه، عملي زده کړې او ټولنیز مسئولیت.

د ممتازو او بریالیو محصلینو د ستاینې او درناوي غونډه
کورپاڼه خبرونه د ممتازو او بریالیو محصلینو د ستاینې او درناوي غونډه
د ممتازو او بریالیو محصلینو د ستاینې او درناوي غونډه

د ممتازو او بریالیو محصلینو د ستاینې او درناوي غونډه

د چراغ طبي پوهنتون د علمي بریاوو، اکادمیکو هڅو او د خپلې علمي او اداري کورنۍ د غړو د ارزښتناکو خدمتونو د درناوي په موخه، پرون د Exit ازموینې د بریالیو فارغانو، ممتازو محصلینو، استادانو او کارکوونکو د ستاینې او درناوي ځانګړي مراسم ترسره کړل.

دغه مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په ګډون ترسره شول. د غونډې په پیل کې د قرآن کریم مبارک آیتونه د محترم مولوي صاحب (........) له خوا تلاوت شول.

د غونډې په ترڅ کې د پوهنتون رئیس، محترم ډاکټر محمد افضل خوستي، د محصلینو د تعهد، درسونو او حاضري ته د پابندۍ په اړه خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې د علم په لاره کې هڅې د انسان په ژوند کې د دوامدار پرمختګ او بریا لامل ګرځي. همدارنګه، هغه له علمي کادر څخه وغوښتل چې د محصلینو د زده‌کړو په برخه کې له هغوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همدارنګه، د محصلانو چارو مرستیال، محترم استاد محمد هاشم طاهري، هم محصلینو ته د علم زده‌کړې او د مسلکي زده‌کړو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د طبابت د علم زده‌کړه یوازې د ډاکټر کېدو لپاره د طبي مهارتونو ترلاسه کول نه دي، بلکې یو ستر مسوولیت او وجیبه ده. محصلین باید د خپلو زده‌کړو له پیل څخه نیولې د خپل مسلکي ژوند تر ټولو پړاوونو پورې دې مسوولیت ته ژمن پاتې شي او د ناروغانو پر وړاندې خپل طبي اخلاق او مسلکي وجایب په ایماني او وجداني احساس ادا کړي.

په دې مراسمو کې د Exit ازموینې بریالي فارغانو ته د هغوی د علمي هڅو، زیار او د زده‌کړو په بهیر کې د نه ستړې کېدونکو کوښښونو او په دې ازموینه کې د بریا له امله ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

همدارنګه، ممتاز محصلین د خپلو علمي لاسته راوړنو، تحصیلي پرمختګ او دوامداره هڅو له امله، او استادان او کارکوونکي د خپل مسلکي تعهد، مسوولیت‌پالنې، صادقانه خدمتونو او د چراغ طبي پوهنتون د علمي، ښوونیزو او اداري موخو په پرمختګ کې د ارزښتناک رول له امله وستایل شول.

په دې پروګرام کې د علمي استعدادونو د هڅونې، د وړتیاوو د درناوي او د لا زیاتو هڅو او پرمختګ لپاره د انګېزې رامنځته کولو پر اهمیت ټینګار وشو. همدارنګه، د Exit ازموینې په برخه کې د فارغانو بریا د پوهنتون له مهمو علمي لاسته راوړنو څخه وبلل شوه، چې د ښوونې او روزنې د کیفیت د لوړولو او د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې د محصلینو، استادانو او اکادمیکو مسوولینو د ګډو هڅو څرګندونه کوي.

د چراغ طبي پوهنتون رهبرۍ د دا ډول پروګرامونو پر دوام د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړه چې د وړ او زیارکښو کسانو ستاینه نه یوازې د مسوولیت‌پالنې او سالمې علمي سیالۍ روحیه پیاوړې کوي، بلکې د اکادمیک چاپېریال د لا ودې او پرمختګ لپاره هم زمینه برابروي.

د چراغ طبي پوهنتون د Exit ازموینې ټولو بریالیو فارغانو او ممتازو محصلینو ته مبارکي وایي، د خپلو استادانو او کارکوونکو له ارزښتناکو هڅو او خدمتونو څخه مننه کوي او ټولو ته د علم، روغتیا او ټولنې د خدمت په لاره کې د لا زیاتو بریاوو هیله کوي.

چراغ طبي پوهنتون؛ د روغتیا د لارې مشال